تجاوز إلى المحتوى الرئيسي
القائمة

"مونږ د خلکو تر منځ لا نور هم د اړیکو لامل گرځو"

كاثرين كلين مدربة في StartHope@Home في باڤاريا.

(د هیلو پیل په کور کی موسسه) دکډوالو او مهاجرو سره د شخصی کار  دبنسټ      یعنیStartHope@Home د 
ایښودلو په برخه کی د هغوی  اصلی هیوادونو کی مرستی کوی.  
د کرونا د پاندمی په موده کی هم لیوال کسانو ته سلا مشوری ورکول کیږی. کاترین کلاین او زیاد السباغ په ډاگه کوی چه دا مشوری په کوم ډول صورت نیسی. هغوی د بایرن او نوردرهاین ویستفالن په ایالتونو کی مربی دی.
 یعنی (ټولنیزی اغیزی) Social Impact یعنی (دهیلو پیل په کور کی موسسه) د StartHope@Homeد 
 یعنی (لیدلوری وطن) „Perspektive Heimat“ د پروگرام یوه برخه ده چه د ټولنیزو نوښتونود پاره یوه اجنسی او د دموسسی همکار دی.

آیا د کرونا د پاندمی په موده کی دهغوی په کار کی کوم بدلون راغی؟ 
کاترین کلاین: مونږ اوس مشوری او روزنی د انترنت یا تیلفون  له لاری وراندی کوو. پخوا به گډونوالو اکثرآ 
(ټولنیزی اغیزی) موسسی ته راتلل تر څو انفرادی او یا گروپی زده کړو  Social Impact Lab په اونی کی یو پلا  
کی گډون وکړی.

د نوی ډول مکالمی په برخه کی کومی ننگونی شتون لری؟
کاترین کلاین: په گډو هستوگن ځایونو کی، کوم ځای کی چه گډونوال ژوند کوی، ډیری وخت وای فای شتون نه لری. بیا نو  یوازی تیلفونی زده کړی شونی دی. په دی برخه کی د محتوی له مخی کار په ښه ډول مخ ته نه ځی.
د بیلگی په ډول دا ستونزمنه ده چه یو اټکلیز محاسبه د تیلفون له لاری پلی شی. له دی وجی کوښښ کوو چه که د انترنت د کریدیت او یا د هوټ سپوټ دداخلیدو پر بنسټ د حل لاره پیدا کړو.
 

يقدم المدربون الاستشارة أثناء الوباء عبر الإنترنت بشكل أساسي.

څومره مهمه ده چه گډونوال دیجیتلی برخو سره آشنا وی؟
کاترین کلاین: مونږ جوړښت او تطابق کوو، ځکه چه توپیریونه ډیرغټ دی. ډیر گډونوال کمپیوتر ته لاسرسی نه لری. خو 
برخلاف یو عراقی گډونوال ته مواوس د ویدیو کنفرانس له لاری زده کړی ورکړی. هغه یو کمپیوتر او دبرښنالیک یا ایمیل یوه پته درلود چه له همدی وجی دی وتوانید چه انترنتی ابزار ډاونلوډ کړی. مونږ وتوانید چه  دی سره سکرین شریک کړو او یو بل سره جامع کاروکړو. موضوع د موبایلو د ترمیم یو دوکان وچه دی غواړی په عراق کی پرانیزی.

زیاد السباغ: زه په انفرادی ډول گورم چه سړی چیرته ولاړ دی او څومره وخت لرو او دغه کس څومره د 
دمعلوماتو د اخیستلو توان لری؟ کله کله یوازی د ضروری اړیکو وساطت کوم لکه په اصل هیواد کی په مشورتی مرکزونو کی د یو کارپوه سره اړیکی. دا مهمه ده چه گډونوالو ته وښیو چه هلته کسان انتظار باسی چه تاسوسره مرسته وکړی.
 

زياد الصباغ مدرب في StartHope@Home في شمال الراين وستفاليا.

د ښه مشترک کار دپاره اعتماد مهمه ده. څرنگه سړی کولی شی چه اعتماد پرته د مستقیمو اړیکو څخه رامنځته کړی؟
کاترین کلاین: که سړی یوبل سره مخامخ کښینی نو ښه غبرگون ښودلی شی. په دی خاطر چه سړی د کرونا د پاندمی په موده د کمپیوتر د پردی او یا دتیلفون له لاری سره آشنا شی نو په کار ده چه سړی ددی کار د پاره لا ډیر وخت ونیسی.

 زیاد السباغ: ټولو د پاره یو نوی تفکر ضروری دی. مونږ باید لا نور هم یو بل سره وغږیږو، په اونی کی په څو ځلو د گډونوالو سره اړیکی ونیسو تر څو د اعتماد فضا برابر کړو. هغه کسانو سره اړیکی طبعآ آسانه و، کوم چه مونږ د کرونا د مودی نه مخکی شخصی پیژنده.
 

د ژبی موضوع څنگه کیږی؟
 زیاد السباغ:  که چیری په آلمانی ژبه غږیدل ناشونی وی نو په انگلیسی یا فرانسوی ژبو غږیږو، مونږ داسی روزونکی هم لرو چه په نورو ژبو غږیږی. د بیلگی په ډول زه په عربی ژبه هم سلا مشوری ورکوم. تر دی دمه پوری مو په انترنتی اړیکو کی ترجمان ته اړتیا نه درلود.

آیا تاسی د کرونا وروسته وختونو ته څه ناڅه  زده کړی؟ 
زیاد السباغ: مونږ گورو چه د انترنت له لاری ډیر امکانات شته. په راتلونکی کی به هم مونږ ددغی لاری څخه  ډیر گټه   
گټه واخلو. د اړیکو درلودل خورا مهمه ده. مونږ اوس مهال د راستنیدونکو د سلا او مشوره ورکونکو سره چه د پناه غوښتونکو په گډ استوگن ځای کی دهغو سره مستقیمی اړیکی لری، لا ډیر د نږدی څخه همکاری لرو. هغوی داړیکو نیولو په برخه کی همکاری کوی، د تخنیکی مرستو برابری کوی. پرته ددی هغه کسانوته چه مشوری ورکوو، د هغو د یوبل سره د اړیکو د نیولو لامل گرځو تر څو خپلی تجربی سره شریک کړی.
 

گډونوالو د دغی پاندمی له وجی د نوی حالاتو په مقابل کوم غبرګون وښود؟
 زیاد السباغ: هڅونه پخپل ځای پاتی دی. زه گورم چه دبیرته راستنیدو لیوالتیا زیاد شوی دی. خلک احساساتی کیږی او پخپل وطن او فامیل باندی فکر کوی.

کاترین کلاین: مونږ خبریږو چه یو شمیر کسان غیر مطمین دی. هغوی اکثرآ پوښتنی کوی چه راتلونکی کی به حالات څنگه 
کیږی او سرحدونه څه وخت خلاصیږی. هغوی ته ستونزمن دی چه د خپل هیوادونو په تړاو بااعتباره معلومات تر لاسه کړی. هغوی اکثرآ نه پوهیږی چه حالات هلته څنگه دی او دغه حالات د دوی راستنیدو ته کومه معنی لری. له دی وجی خپل همکاران اصلی هیوادونو کی په جریان کی ساتو.
 

بدايةًمن 2020.06

"په دی خاطر چه سړی د کرونا د پاندمی په موده د کمپیوتر د پردی او یا دتیلفون له لاری سره آشنا شی نو په کار ده چه سړی ددی کار د پاره لا ډیر وخت ونیسی"

المزيد من الخبرات