اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

روزنه د کلی په توگه

..Mehrere Männer stehen um einen Tisch herum, auf dem verschiedene Rohre liegen.

روزنه د کلی په توگه

یو لا ټولنیز افغانستان- دا د اغوره جوړونکو ټولنیز سازمانب (بی ام اس او) هدف دی. د ,,لیدلوری وطن‘‘ د همکار په حیث، چه د اقتصادی همکاریو او پراختیا فډرالی وزارت (بی ام زایډ) یو پروگرام دی، په افغانستان کی مسلکی او ټولنیز ادغام ته وده ورکوی. د دغی سازمان په اړه پنځه پوښتنی او ځوابونه.

د ابی ام اس اوب وړاندیزونه د چا لپاره دی؟
د اغوره جوړونکو ټولنیز سازمانب په عمده توگه د جرمنی او نورو اروپایی هیوادونو څخه راستنیدونکو سره کار کوی. سربیره پر دی ، وړاندیزونه د داخلی بی ځایه شویو کسانو او هغو خلکو لپاره دی چه په سیمه کی د نوی لید لوری په لټه کی دی.

«بی ام اس او» د خلکو سره څرنگه مرسته کوی؟
ابی ام اس او ب مسلکی روزنی او پراختیایی روزنی په لنډ او بشپړه توگه وړاندی کوی چه په افغانستان کی ورته اړتیا شته. په دی توگه د کار بازار ته ننوتل لا آسانه کیږی. سربیره پر دی دغه سازمان د کورس هغه برخه والو ته مشوری ورکوی چه غواړی په شخصی کار او بار پیل کړی.

Zwei Männer stehen an einer Wand mit Rohren, einer hält eine Bohrmaschine in der Hand.

آیا د گډون کوونکو د مسلکی بریالی بیا پیل لپاره مثالونه شتون لری؟
د مثال په توگه پرویز په 2016 کال کی له جرمنی څخه بیرته افغانستان ته ستون شو . هغه په «بی ام اس او» کی د مبایل تیلفونو ترمیمونکی په توگه یوه روزنه بشپړه کړه. اوس هغه خپل یوه کوچنی شخصی هټۍ لری. یو بل مثال یی احمد دی: دغه ځوان د خپل ماشومتوب لویی برخی په ایران کی تیره کړی او د 2011 کال څخه راهیسی په افغانستان کی بیا ژوند کوی. هغه د «بی ام اس او» څخه د نل غزونکی په توگه روزل شوی او اوس د یو خپلواک کسبگر په توگه کار کوی.

مسلکی بیا ادغام یو  اړخ دی. آیا «بی ام اس او» د راستنیدونکو سره د ټولنیز بیا ادغام په برخه کی هم مرسته کوی؟
مسلکی او ټولنیز ادغام اکثرا لاس په لاس کیږی. د دی یو ښه مثال اوغول دی. هغی په یوه روزنه د خیاطی په توگه او په یوه بله پراختیایی روزنه کی برخه واخیستله. په دی پروسه کی هغی ډیری ملگری وموندل. دغه کورسونه په ځانگړی ډول هغو میرمنو ته دا امکانات برابروی چه خپل ډیر وخت په کور کی تیروی، د نورو سره نوی پیژندنی وکړی او  ټولنیز یووالی په خپلو سترگو وگوری. برسیره پر دی، «بی ام اس او» د تیاټر ننداری او سپورتی برنامی هم تنظیموی، تر څو ټولنیزی اړیکو ته وده ورکړی او مختلفی ډلی سره یو ځای کړی. د کورونا په پانډیمی کی دا کار بی له شکه چه محدود امکان لری. مسلکی او پراختیایی روزنی یواځی د حفظ الصحی سختو مقرراتو تر تطبیق کولو لاندی ترسره کیدای شی.

ابی ام اس اوب او هغه خلک چه مرستی ته اړتیا لری، څنگه یوځای کیږی؟
راستنیونکی معمولا د ,,لیدلوری وطن‘‘ او د امهاجرت لپاره نړیوال سازمانب (اې او ام) لخوا، ابی ام اس اوب ته راجع کیږی. په مسلکی او پراختیایی روزنیز کورسونو کی ځینی برخه اخیستونکی د ملگرو، د ټولنیزو شبکو د میډیا له لاری د سازمان څخه خبر شول.

As of: 04/2021