اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

"د «ډی آی ام ای کا» یا ډیماک مرجع اوس یو پیژندل شوی نښه دی"

د مهاجرت، مسلکی زده کړو او کاروی د پاره د آلمان معلوماتی مرکز (ډی آی ام ای کا) وکولی شو چه په نږدی څلورو کلونو له خپل تاسیس څخه وروسته په البانیا کی ډیر اعتماد یا باور ترلاسه کړی. سلا مشوره ورکونکو «هالیسا دوکا» او ادوریسا لالا» وایی چه دا په بحرانی حالاتو کی ارزښت لری.

آغلی دوکا، آغلی لالا، د «ډی آی ام ای کاب مرجع البانیا کی معمولا" څرنگه کار کوی؟
«دوریس لالا (ډی ال)»: د «ډی آی ام ای کاب مرجع د "لیدلوری وطن" د پروگرام په بهیر کی راستنیدونکو کسانو سره – ډیر یی د آلمان څخه دی – د مسلکی او ټولنیز د بیا ادغام په برخه کی مرسته کوی. مگر د سیمی اوسیدونکی هم کولی شی چه زمونږ مشوری په همغی ځای کی ترلاسه کړی. د انفرادی امکاناتو په اړه معمولا" په شخصی خبرو اترو کی مشوری ورکوو، تر څو له دغی لاری باور رامینځته شی.

ستاسو کار د کوید ۱۹ پاندمی په لړی کی څرنگه بدلون وموند؟
«هالیسا دوکا (اچ ډی)»:  د «ډی آی ام ای کاب مرجع په لنډ محاله ډول تړلی دی. مونږ اوس هغو مشورو او خدماتو باندی تکیه کوو، کوم چه د مرکز څخه بهر عرضه کولی شو. مونږ اوس انلاین فعالیتونو او دیجیتلی زده کړو ته مخ اړولی دی. د سلا او مشوری خبری د تیلفون، سکایپ یا بریښنا لیک (ایمیل) له لاری مخ ته وړو. مونږ بیا هم په منظم ډول هغو کسانو سره چه مشوری ورکوو، اړیکی لرو. مونږ غواړو چه ډاډ ترلاسه کړو چه د هغوی حالت په دغه ستونزمنو وختونو کی ښه دی. روانی- ټولنیز مشوره هم مهم ده. ډیر کسان خپل کار د لاسه ورکړی او اوس لورموندنی ته اړتیا لری. مونږ د جنسیت پر مسئلی هم تمرکز کوو.  د «ډی آی ام ای کاب مرجع په ځانگړی ډول ښځو سره مرستی کوی چه د پاندمی د سخت دوران څخه په ښه ډول ووځی – مسلکی، ټولنیز او روانی.

As of: 06/2020

Mitarbeiterin des DIMAK in Albanien

آیا د هغو انسانانو په هیلو کی چه ستاسو پروگرام کی برخه اخلی، د کرونا په موده کی بدلون راغی؟
اچ ډی: په اوسنی حالت کی خلک ورځ تر بلی زمونږ څخه دعملی معلوماتو په برخه ډیری پوښتنی کوی، د بیلگی په توگه د دی په اړه چه کله زمونږ همکاران یا ملگری – لکه د کارموندلو اداری – په سیمه کی بیا سلا مشوری ورکولو پیل کوی.

د گډ کار د پاره اعتماد خورا مهم دی. څنگه کیدای شی چه اعتماد پرته د مستقیم اړیکی څخه رامنځته شی؟
اچ ډی: په حقیقت کی زمونږ کار د باور اوآزادۍ پر بنسټ ولاړ دی. له همدی لاری د «ډی آی ام ای کاب مرجع په تیرو کلونو کی ډیر اعتماد تر لاسه کړ. مونږ کوښښ کوو چه د خلکو خبرو ته په دقت غوږ ونیسو او هغوی سره قدم په قدم د باورمندانه معلوماتو په واسطه مرسته وکړو. د دی کار گټی اوس اوس روښانه کیږی.
ډی ال: زه فکر کوم چه  د «ډی آی ام ای کاب مرجع اوس یو پیژندل شوی نښه دی. خلک پوهیږی چه کوم شی د هغوی په تمه دی او دا چه مونږ د دوی پوښتنو ته خورا گټور ځوابونو د موندلو لپاره غوره هڅه کوو.

تاسو څنگه کولی شی چه د افکارو تبادله خپلو همکارانواو شبکو سره ټینگ وساتی؟
ډی ال: په پیل کی دا یوه چلنج یعنی یوه ډیره ستونزمنه کار وه. ټول باید ځانونه لومړی د نوی ټیکنالوژیو سره عادت کړی. زمونږ د تجربو له مخی  د کرونا په بحران کی پلان لرو چه د دیجیتلی زده کړو عرضو ته پراختیا ورکړو. مونږ غواړو چه یو شمیرهغه  فعالیتونه بیا هم د انلاین له لاری وړاندی کړو، د کومو څخه مو چه مثبت انعکاس اخیستلۍ دی.
اچ ډی: مونږ یو نوی نظر لرو: مونږ غواړو چه د دودیزو ډولونو د بدیل په توگه، مجازی کاری نندارتون وړاندی کړو.

خلک پوهیږی چه کوم شی د هغوی په تمه دی او دا چه مونږ د دوی پوښتنو ته خورا گټور ځوابونو د موندلو لپاره غوره هڅه کوو.