د" نوی پیل موندونکی" مخاطب کسان په لاندی ډول دی:
• …هغه کسان چه په آلمان کی دی او په دی اړه فکر کوی چه بیرته خپل اصلی هیواد ته راستون شی.
• …هغه کسان چه خپل اصلی هیواد کی دی او د راتلونکی لیدلوری په لټه کی دی.
• …هغه کسان چه په دی فکر کی دی چه دآلمان هیواد ته پناه یوسی او غواړی چه د لازمو شرایطو په اړه معلومات تر
لاسه کړی.
• …د راستنیدونکو کسانو د پاره سلا ورکونکی په آلمان کی.
" نوی پیل موندونکی " د نورو کارونو پرته په لاندی هیوادونو کی د کار، مسلکی زده کړی او ژوند په اړه معلومات ورکوی:
• افغانسان
• البانیا
• مصر
• گامبیا
• ګانا
• عراق
• کوسوو
• مراکش
• نایجیریا
• پاکستان
• سنگال
• صربستان
• تونیس
په ډیری هیوادونو کی د کار، پناه غوښتنی او دوباره ادغام په اړه د سلا مشوری مرکزونه موجود دی. دغه مرکزونه د بیلگی په ډول سلا مشوری ورکوی چه د راستنیدو څخه وروسته سړی څنگه کار پیدا کړی او یا څنگه د خپل تصدی بنسټ کیږدی.
خو هغه کسانوته چه خپل اصل هیواد کی استوگن دی، کیدای شی چه هم سلا مشوری ورکړل شی. پرته ددی نه مشورتی ډلی د طبی او دروانی ټولنیزو مرستو په اړه، د ماشومانو د سرپرستی او مسلکی زده کړو او یا د کور لټولو په برخه کی معلومات ورکوی.
د سلا مشوری د مرکزونو سره اړیکه اخیستل په اصلی هیواد او په آلمان کی د انترنت په ویب پاڼه کی لیکل شوی دی.
په " نوی پیل موندونکی" کی د انفرادی عرضو په اړه لکه روزنی، مسلکی زده کړی په تړاو اصلی هیواد او آلمان کی هم معلومات موجود دی.
" نوی پیل موندونکی " د آلمانی ټولنه د نړیوالی همکاری دپاره (GIZ) چه محدودالمسؤلیت شرکت دی" یوه عرضه ده چه دآلمان د اقتصادی همکاریود پراختیا د وزارت BMZ)) له خوا مؤظف شوی دی.
" نوی پیل موندونکی" د BMZ د پروگرام د "راتلونکی لیدلوری وطن" یوه برخه ده.