په افغانستان کی امکانات
هسی فکر کوی چه خپل ټاټوبی افغانستان ته بیرته ستانه شی؟ تاسی لا دمخه بیرته راستون شوی یاست او غواړی چه ځان ته یو راتلونکی جوړه کړی؟ او یا تاسی په افغانستان کی ژوند کوی او د نوی مسلکی امکاناتو په لټه کی یاست؟ په دغه پاڼه کی به تاسو د دندو، مسلکی زده کړو د شخصی یا آزاد کار د بنسټ ایښودلو او د نورو گن شمیر موضوعاتو په اړه ډیر معلومات ومومۍ.
زمونږ مشورتی ټیم په سیمه کی په لیوالتیا سره په داسی وړاندیزونو کی ستاسو مینځگړتوب کوی چه ستاسو د انفرادی وضعیت سره سمون ولری. تاسی کولی شی چه د تیلفون او یا برښنالیک له لاری مشوری واخلی.

مخکی د بیرته راستنیدو څخه
په جرمنی کی ډیری وړاندیزونه شته چه تاسی په بریا سره ته د بیرته راستنیدو د پاره چمتو کوی.
د بیرته ستنید و وروسته تر ټولو مهمه موضوع
ژوند کول، روغتیا، د کورنیو لپاره مرستی – دلته به تاسو په کی یو ښه پیل د پاره وړاندیزونه ومومۍ.
کار او عملی روزنه (پرکتیک)
دلته تاسو معلومات تر لاسه کوی چه د دندی یا دعملی روزنی یا پرکتیک په لټولو کی کوم ډول مرستی شتون لری.
تاسی غواړی چه په کی د یو شرکت بنسټ کښیږدی او ددی کار د چمتووالی او تمویل د پاره مرستو ته اړتیا لری؟ دلته د خپلو امکاناتو په اړه نور معلومات لاس ته راوړلی شی.
مسلکی زده کړی، د موجوده زده کړو ژورول او پراختیا ورکول او لوړی زده کړ ی
که چیری په کی د یوی مسلکی زده کړی او یا د لوړو زده کړو لیوالتیا لری، نو دلته معلومات موندلی شی.
ټولنیز- روانی روغتیا او په بیړنیو حالاتو کی مرستی
دلته تاسو د روانی ستونزو په اړه د مختلفو مرستو د وړاندیزونو یوه عمومی لیدلوری تر لاسه کوۍ.
د حقوقی موضوعاتو په اړه هم کولی شی چه سلا مشوری تر لاسه کړی.