اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

مرسته په هوایی ډگر کی پیل کیږی

Ein Mann mit einer Sonnebrille sitzt an einen Schreibtisch und hat einen Laptop vor sich.
حمید*، په «ای ډبلیو ای آر ډی» کی د پروژی مدیر

د اای ډبلیو ای آر ډیب سازمان په افغانستان کې د شخصی کار رامینځته کولو کی په ځانگړی توگه د میرمنو او ځوانو راستنیدونکو سره ملتیا کوی. دا سازمان د اقتصای همکارۍ او پراختیا لپاره د فډرالی وزارت (بی ام زایډ) د ,,لیدلوری وطن‘‘ پروگرام یوه همکاره ده. هغه په دی برخه کی د نړیوالی همکارۍ لپاره د جرمنی ټولنی سره همکاری کوی، کوم چه دا برنامه پلی کوی. د برنامی مدیر حمید* د ,,بیا رغونی او پراختیا لپاره د افغان میرمنو ټولنه‘‘عرضی او موخی.

د اای ډبلیو ای آر ډیب تگ لاره څه دی؟

زمونږ کار دمخه په 1995 کی پیل شوی وه. د افغانستان د کورنی جگړی له امله مونږ په مزار شریف کی د کډوالو په کمپ کی بشری مرستی کولی. مونږ خواړه چمتو کول او میرمنو ته روزنیز کورسونه وړاندی کول. د ښځو سره مرسته تر نن ورځ پوری زمونږ له لومړیتوبونو څخه دی. دا نشی کیدای چه د وگړی نیمه برخه له پامه وغورځول شی. په افغانستان کی ښځی لاهم اکثرا جدی نه نیول کیږی او په ټولنه کی هیڅ کوم غږ نه لری. مونږ دوی زمونږ د کار په ټولو برخو کی ښکیل کوو. د یو سازمان په توگه مونږ د داسی ځایونو وړاندیز کوو چه دوی په هغو کی په آزاده توگه څرگندونی وکولی شی او یو څوک دوی ته غوږ ونیسی.

Eine Frau steht an einer Tafel und erklärt etwas. Vor ihr stehen vier junge Männer. Vor ihnen auf dem Tisch liegen Stoffe.
«د ای ډبلیو ای آر ډی» روزونکی د یوی پراختیایی روزنیز کورس د برخه اخیستونکو سره په خیاطی کی

روزنه او کار څه رول لوبوی؟

مالی ثبات او اقتصادی خپلواکی زمونږ لپاره مرکزیت لری. له همدی امله اای ډبلیو ای آر ډیب میرمنو او نارینه وو لپاره نظری او عملی روزنی وړاندی کوی. په دی تو گه دوی کولی شی چه د هیواد په بیا رغونه کی برخه و لری. په مجموعی ډول، زمونږ پروگرام د روغتیا، تعلیم، مسلک او کاروی او همدارنگه د کرهنیز تولید ساحی احاطه کوی. د دی کار لپاره مونږ د نړیوالی همکاری لپاره د جرمنی له ټولنی (جی آی زایډ) او نورو نړیوالو سازمانونو سره یو ځای کار کوو. مونږ غواړو ټول افغانان د کار کولو لپاره مستعد کړو  او هیڅ څوک د هغه د جنس یا اصل او نصاب پر بڼسټ نه زیانمن کوو.

تاسو څنگه د جرمنی څخه بیرته ستنیدونکو سره اړیکه ټینگوئ او څه شئ هغوی ته وړاندی کوئ؟

زمونږ وړاندیزونه تر هر څه دمخه د جرمنی څخه د راستنیدونکو لپاره دی. مونږ هغوی په هوایی ډگر کی د ځانه سره نیسو ، د لومړیو ورځو لپاره یو هستوگنځای او همدارنگه د کور شیان او د کرایی او ترمیماتو لپاره د یو څه پیسی مینځگړتوب کوو.
د لږو میاشتو په لړ کی مونږ وکولی شو چه د 144 بیرته ستانه شویو خلکو سره مرسته وکړو. ډیر یی د 18 او 26 کلونو عمر تر مینځ ځوانان دی. نور وړاندیزونه د اروپایی ټولنی نورو هیوادونو څخه راستنیدونکو لپاره دې. برسیره پر دی مونږ له پاکستان او ایران څخه له راستنیدونکو، د افغانستان په دننه کی بی ځایه شویو کسانو ، همدا رنگه د کونډو او کورنیو سره چه د سیاسی هڅونی له امله خپل خپلوان له لاسه ورکړی دی، مرسته کوو.

Fünf junge Männer beugen sich über einen Tisch mit technischen Bauteilen.
ځوان افغانان د «ای ډبلیو ای آر ډی» په یو تخنیکی روزنیز کورس کی

تاسو د جرمنی او اروپایی ټولنی څخه بیرته ستنیدونکو ته د دندی کوم امکانات وړاندی کوئ؟

مونږ د کاری هڅونی د یوی لړۍ خدمتونو او د ځان سره د مرسته کولو لپاره د مرستی وړاندیز کوو: د ,,کار لپاره پیسی‘‘-پروگرام په چوکاټ کی، د مثال په توگه، بیرته ستنیدونکی د 40 ورځو لپاره گمارل کیږی او  د هری ورځی په پای کی یو معاش ترلاسه کوی. د دی لپاره مونږ د کابل ښاری اداری سره په گډه کار کوو. ښار راستنیدونکی د باغبانانو، ودانیز کارمندانو یا د صفایی کارگرانو په توگه گماری، تر څو هغوی د ښوونځی، پارکونو او یتیم خانی څارنه وکړی. د ښار د محاسبی په دفتر کی هم یوه روزنه امکان لری.

په کومو څانگو کی تاسو لاهم روزنه ورکوئ؟
 
مونږ د مبایل تیلفونونو ترمیم، نل غزولو ، خیاطی او ډیزاین کی روزنه وړاندی کوو. په دی کار کی مونږ  له افغانی شرکتونو سره په گډه کار کوو. د مثال په توگه مونږ د اوبو نلونو تر ټولو ستر تولیدونکی شرکت سره په گډه کار کوو. مونږ د نل غزولو لپاره  د لیوالو کسانو روزل کوو او دوی د شپږ میاشتنی روزنیز کورس د پای څخه وروسته شرکت ته معرفی کوو. نو پدی توگه دوی د یوی دندی لپاره ښه چانس لری. مونږ د روزنی د پای وروسته وخت لپاره د کار سامان آلات چمتو کوو. په دی توګه برخه اخیستونکی اړتیا نه لری چه ځانونه د لومړنی تجهیزاتو پیرودلو سره پوروړی کړی.

آیا تاسو د یوی شخصی سوداگرۍ د بڼسټ ایښودلو په اړه هم مشوره ورکوئ؟

هو. د روزنی کورسونه د نړیوال کار د سازمان اای ال اوب د مقرراتو پر اساس جوړ شوی دی. څومره ژر چه برخه اخیستونکی زمونږ سره یو ځای خپل سوداگریز پلان شریک کړی، او روزنه بشپړه کړی، مونږ به دوی ته د دوی د سوداگریزی مفکوری پلی کولو لپاره دپیل کولو یوه مرسته چمتو کړو. مونږ  د راتلونکی متشبثینو سره مرسته کوو، د مثال په توگه، د څارویو  پالنه، انلاین بازار موندنه یا د بهرنۍ ژبی تدریس کی. زمونږ تجربی ښیی: افغانستان په ډیرو مختلف برخو کی ډیر ظرفیتونه لری.

* نوم بدل شوی دی

As of: 04/2021

مونږ غواړو ټول افغانان د کار کولو لپاره مستعد کړو او هیڅ چا ته د هغه د جنس یا اصل او نصاب پر بڼسټ تاوان ورسوو.
حمید*