اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

د نل غزونکی په توگه شخصی کار کول

Ein Mann repariert einen Trinkwasseraufbereiter.

زما نوم احمد دی. زه 21 کلن یم او د افغانستان څخه راغلی یم. ما زما د ماشومتوب لویه برخه په ایران کی تیره کړه. مونږ لومړی په 2011 کی له کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستون شو. له هغه وخته راهیسی مونږ په ټول وخت کی د مالی ستونزو سره په جگړه کی وو. دا نن ورځ د اغوره جوړونکو د ټولنیز سازمانب (بی ام اس او) د مرستی له برکته توپیر لری.

ما په ابی ام اس او ب  کی د نل غزونکی په توگه یوه روزنه ترسره کړه او اوس په دی مسلک کی کار کوم. دا ما ډاډمن کوی، ځکه چه نل غزونکی ته تل اړتیا شته، تر هرڅه دمخه د افغانستان په ودانیز صنعت کی. ما د روزنی له لاری نوی ملگری او اړیکی ومونده. مونږ هڅه کوو، هر چیری چه ممکن وي یو د بل سره مرسته وکړو.

هغه وخت زما کورنۍ په افغانستان کی د جگړو له امله ایران ته کډه شوی وه. ښایی زما د هغه وخت یادونه خورا نا ثابته دی، ځکه چه زه ډیر ځوان وم. هغه څه چه زه یی اوس هم په یاد لرم: په ایران کی موږ ونشو کولى چه د خپل ژوند په شرايطو کی ښه والی راوړو. د مثال په توگه، مونږ ته اجازه نه وه چه خپله شخصی سوداگری وپرانیزو. سره له دي مونږ په ایران کی د اوږدې مودې لپاره پاتې شو، ځکه چه مونږ هلته ځانونه خوندي احساس کاوه او ځکه چی مونږ په خپل هېواد کې له جگړی څخه ویره درلوده.

ما په زړه پوری خلکو سره وپیژندل

کله چه د افغانستان وضیعت آرامه شوه، مونږ بیرته ستون شو. په وطن کی د بیرته ستنیدو وروسته، زه د یو ملگری له لاری د ابی ام اس اوب د کار څخه خبر شوم. ما پریکړه وکړه چه زما د ښونځی د زده کړی تر څنگ یو کسب هم زده کړم.

روزنه شاوخوا 45 ورځی دوام وکړ. زما په ډله کی 15 زده کونکی وه. ما په زړه پوری خلکو سره پیژندنه وکړه چه اوس زما د وروڼو په څیر دي. اوس مهال زمونږ تر ټولو لویه ننګونه داده چه مونږ خپل شخصی وسایل نلرو. له همدی امله ما دا بی ام اس اوب د رئیس څخه غوښتنه وکړه چه مونږ ته د سازمان کاری سامان آلات راکړی، تر هغه وخته چه مونږ ځان ته خپل شخصی وسیلو د برابرولو توان پیدا کړو. هغه ومنله. مونږ ډیر خوښ وو.

 

اوس مهال مونږ د پور شوی سامان آلاتو سره کار کوو. مونږ دا مهال په 4 کورونو کار کوو، په کومو کی چه مونږ نلونه غزوو. کله چه کار سرته ورسیږی او د کار پیسی راکړل شی، نو مونږ کولی شو دا سامان آلات بیرته ورکړو او ځان ته خپل شخصی سامان آلات واخلو. کار دا ټول هغه څه دی چه مونږ یی غواړو. کله چه کار وی، نو مونږ هیڅ کوم دلیل نه لرو چه هیواد پریږدو، ځکه مونږ ټول دا هیله لرو چه جگړه بیرته را نه شی.

As of: 12/2020

کار ټول هغه څه دی چه مونږ یی غواړو: که چیری کار شتون ولری، مونږ هیڅ دلیل نلرو چه له هیواد څخه ووځو.
Ahmad