اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

خپل شخصی شرکت سره دنوی فرصتونو په لور

Ein Mann reinigt ein Auto mit einem Wasserschlauch.
ساسا خپله د ودانی پاکولو یو شرکت لری.

خپل شخصی شرکت سره دنوی فرصتونو په لور

زما نوم «زاشا» دی، زه د صربیا په کروزواچ ښار کی زیږیدلی یم اود څو کلونو ژوند وروسته په آلمان کی بیرته هلته لاړم. ځکه زه وتوانیدم چه دخپل همیشنی خیال او خوب سره سم په صربیا کی خپل شخصی تصدی جوړ کړم. خو ما سره مرستی هم وشوی.
زما کیسه په لاندی ډول دی:

ما دوه پلا آلمان کی ژوند کړی. د ۱۹۹۰ لسیزی پای کی کله چه زما ټاټوبی کی جنگ و، خپل مور او پلار سره هلته کډوال شم. کله چه هغه موده مونږ بیرته صربیا ته راستون شو، نو هلته می دخپل کورنی بنسټ کیښود. بیا نو خپلی کډی او ماشومانو سره د آلمان خواته وخوځیدم، ځکه په صربیا کی د ژوند شرایط واقعآ ستونزمن و.هلته می د خانه سامان او د ودانیو د صفاکونکی په توگه دنده وموند. خو بیا هم مو اجازه نه درلود چه هلته پاتی شو. په ځانگړی ډول زما ددری ماشومانو د پاره دا ډیره خرابه وه. هغوی هلته دوستان وموند، ښونځی ته تلل.

کله چه بیرته صربیا ته راغلو، بیا می د ځانه وپوښت چه زما دکورنی دپاره دلته به راتلونکی په څه ډول وی. ما غوښته چه خپل د آلمان کاری تجربی څخه گټه واخلم او خپل شخصی تصدی پرانیزم. زما مفکوره دودانیو د صفاکولویا پاک کولو شرکت و، خو ما پیسی نه درلود. په هغه موده کی چه زما څخه لار سازمان دسازمان سره آشنا شم. „Roma Heart“  ورک و، د
 یعنی "د مهاجرت، مسلکی زده کړو او کاروایی د پاره د آلمان معلوماتی مرکز" د DIMAK هغو ماسره د
اړیکو وساطت وکړ. هلته د موظف ټیم له خوا ماسره ډیری مرستی وشوی ، چه د موټرو د مینځلو یوه وړه شرکت پرانیزم.

ما باندی ډیر ښه ولگید چه د ډیری مودی نه وروسته مرستی تر لاسه کړم. اوس نو خپل شخصی شرکت لرم خو بیا هم په دغه مفکوره کار کوم چه د ودانیو د صفاکاری یو شرکت پرانیزم.

زه په لیوالتیا غواړم چه دا موضوع تاسو سره شریک کړم: زما تجربی ماته داسی درس راکړ چه خپل وطن کی د مرستو او فرصتونو په لټه واوسم. په صربیا کی نن ورځ ډیرنوی تصدی گانی او شرکتونه شتون لری او نظر دی ته چه سړی په پیل کی فکر کاوه، ډیر امکانات هم شته.

نیټه: ۹/۲۰۱۹

زه د آلمان څخه خپلی تجربی خپل تصدی په صربیا کی کاروم!
زاشا، صربیا