اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

ما په بریالیتوب سره د چرگانو یو فارم جوړ کړ

Ein Mann trägt ein Huhn in der Hand.
«چارلز» خپل چرگان هم پر شخصی خلکو پلوری.

ما په بریالیتوب سره د چرگانو یو فارم جوړ کړ

زما نوم اچارلزب دی. زه 37 کلن او د نایجیریا څخه یم. ما په خپل وطن کی د چرگانو یو فارم سره خپله لاره جوړه کړه. که زه له دی مخکی خبر وای، نو ما به هیڅکله مهاجرت نه کاوه. اوس زه له خپلی کورنۍ سره بیرته یو ځای ژوند کوم. زما د خپل شرکت د نوی پیل کولو سره زه د دوی پالنه کولی شم.

زه د غریبۍ په شرایطو کی لوی شوی یم – زما د مور او پلار سره پیسی لږی وی. ما نه غوښتل چه زما 3   ماشومان داسی ژوند ولری. زما ډیری ملگری له ښوونځی څخه وروسته اروپا ته مهاجر شول او کور ته یی پیسی لیږلی. ما غوښتل چه ورته کار ترسره کړم، مگر زه یوازی تر لیبیا پوری ورسیدم. په پای کی زه بیرته راغلم. زما خوب او خیال عملی نه شول.

Ein Mann übergibt einem anderen ein Huhn, das dabei aufgeregt flattert.
«چارلز» خوښ دی چه بیرته د خپلی میرمن او ماشومانو سره یو ځای ژوند کوی.

د روزنی پراختیا یو کورس او 60 څاروی د پیل د مرستی په توگه

زه خوښ وم چه بیرته له خپلی کورنۍ سره د اایډوب په ایالت کی وم: زما د مور، میرمنی او ماشومانو سره. مگر ما باید بیا له صفر څخه پیل کړی وای. په ناڅاپه توگه زه د اکاریتاسب څخه خبر شوم. هلته د مشوری ورکولو ټیم ماته تشریح کړه چه دوی روزنی وړاندیز کوی – په ځانگړی توگه زما په څیر راستنیدونکو لپاره. ما د نړیوالی همکاری لپاره د جرمنی ټولنی یا په لنډه توگه اجی آی زایډب له لاری د چرگانو نسل اخیستلو د روزنی پراختیا په یو کورس کی برخه واخیسته. دا یوه اونۍ دوام وکړ. له هغی وروسته ما د پیل کولو یوه مرسته ترلاسه کړه: 60 ځوان چرگان او همدا رنگه خواړه او لازم تجهیزات.

ما وکولی شو چه چرگان لوی کړم او وپلورم. د عایداتو څخه ما وکولی شو چه خپل پورونه ادا کړم او نوی څاروی واخلم. ما د خپل کور څنگ ته مستقیم په خپله ځمکه کی مرغاینچه جوړ کړ. زما پیرودونکی عمدتا" د پرچون پلورنځی څخه دی. برسیره پر دی زه یو څو شخصی پیرودونکی هم لرم.

زما کار ما هڅوی – زه د یوه شرکت ویاړلی مالک یم. پدی سره زه کولی شم چه د خپلی کورنۍ او زما لپاره یوه راتلونکې جوړ کړم. دا ارزښت نلری چه سړی مهاجرت وکړی، او دا ډیر خطرناک دی. سړی کولی شی چه دلته په نایجیریا هم جوړ کړی!

As of: 01/2021

 

دغه لینک د یوټوب یو ویدیو خلاصوی. هیله ده چه هلته د شخصی حریم د ساتنی مقرراتو ته پام وکړی.

تاییدونه
زما کار ما هڅوی – زه د یو شرکت ویاړلی مالک یم.
چارلز