اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

د فوټبالریا فوټبال لوبونکی پر ځای دخباز په توگه

Ein Mann in einem gelben Shirt steht in einer Bäckerei. Im Hintergrund sind Brote zu sehen.

د فوټبالریا فوټبال لوبونکی پر ځای دخباز په توگه

زه «فایدا» یم، ۲۳ کلن او د «اکرا» (د گانا دهیوادیو ښار دی) څخه راغلی یم. زما خوب او خیال دا و چه په اروپا کی د فوټبالر په توگه بریالی اوسم. ما غوښته چه مسلکی شم. مگر دا پلان ناکام شو. زه اوس په «گانا» کی خپله تصدی لرم. مگر د دی کار لپاره می څه نا څه مرستو ته اړتیا درلود.

زه یو تکړه یا مستعد فوټبالر وم. دلته په اکرا کی «ډالاس ټیکساس» د کلب د لوبغاړی په توگه په ۲۰۱۷ کال کی می د یو تورنمنټ یا سیالۍ دپاره ناروی ته الوتنه وکړ. زه اروپا کی پاتی شوم او ډنمارک ته لاړم تر څو هلته د فوټبال مسلکی لوبغاړی شم. خو د دی پر ځای یی بندی کړم ځکه چه ویزه می ختم شوی و. ما د پناه غوښتنی عریضه ورکړه – پرته د بریا څخه.

ما نه غوښته چه د مسلکی فوټبال خوب اوخیال پریږدم. نو زه آلمان ته لاړم او هلته می هم د پناه غوښتنی عریضه ورکړه. هلته بیا هم د فوټبال د یو داسی لوی کلب په لټه کی وم چه ماسره قراداد لاسلیک کړی.
په تاسف سره دا کارونه شو. په پای کی می په یو ریستورانت کی کار وموند. پرته د دی می آلمانی ژبه زده کړه. ماته معلومه شوه چه د ژبی پرته زه نه شم کولۍ، د خپل شا او خوا انسانانو سره اړیکی ونیسم. زما د پناه غوښتنی عریضه یو ځل بیا رد شو. د زنگنو د ژوبلتیا له کبله می نشو کولی چه نور فوټبال وکړم.

دغه لینک د یوټوب یو ویدیو خلاصوی. هیله ده چه هلته د شخصی حریم د ساتنی مقرراتو ته پام وکړی.

تاییدونه

زه بیرته «گانا» ته لاړم، خو هلته می هیڅ ملکیت او لیدلوری نه درلود. «د کار، مهاجرت او دوباره ادغام د پاره د آلمان او گانا مرکز» زما سره د نوی پیل په تړاو مرستی وکړی. د سلا مشوره ورکونکو ډله زما د پاره یو کور په کرایه واخیست او ماته یی د شخصی کار د بنسټ ایښودلو د روزنی منځگړیتوب وکړ. هلته می ډیرزده کړه.
د نوی پوهی سره می وکولۍ شو چه یو خبازی وپرانیزم. پرته دهغی د تازه میوو ایستل شوی جوس هم عرضه کوم. زه خوش قسمته یم، ځکه چه زه خپلی پیسی گټم او خپل اړتیاوی پوره کولی شم. د نوی تصدی جوړول ماته آسانه وه، ځکه چه ما ډیری مرستی تر لاسه کړی. په راتلونکی کی غواړم چه د هیواد په کچه تر ټولو غوره یو خباز واوسم.

As of: 06/2020

زما د خپل خبازی سره ، زه اوس «گانا» کی د اروپا پر پرتله غوره ژوند لرم.
Faida, Ghana