اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

"زما کار ماته ډاډ راکوی"

Eine Frau mit langen, blonden Haaren und dunklen Augen schaut in die Kamera.
«مارینا» یو ځل بیا د راتلونکی په اړه خوشبینه ده.

"زما کار ماته ډاډ راکوی"

زما نوم اماریناب ده. ما واده کړۍ ده، 3 ماشومان او څلور لمسیان لرم. زما میړه او ما غوښتل چه زمونږ د کورنی لپاره په جرمنی کی یوه راتلونکی جوړ کړو. مگر د 3 کلونو وروسته مونږ بیرته سربیا ته ستون شو. د لږ مرستی سره ما وکولی شو چه خپل شخصی شرکت جوړ کړم.

په جرمنی کی زمونږ د اوسیدو دمخه، مونږ پرته له کوم ډاډ څخه په سربیا کی ژوند کاوه. زما میړه د څو ورځو لپاره په ودانیز کی کار کاوه او ما د حاصلاتو په ټولولو کی د مرستندویه په ټوگه یو څه پیسی گټل. مونږ غوښتل په بل ځای کی پیل کړو. مونږ جرمنی ته لاړو. خو په جرمنی کی مو کوم راتلونکی نه درلوده. ځکه چه ما غوښته چه مونږ زما ماشومان د ډیپورتی څخه وژغورو، نو مونږ په خپله خوښه سربیا ته راستون شو.

Eine Frau reinigt einen Teppich mit einem Staubsauger.
«مارینا» د شخصی اشخاصو او شرکتونو لپاره د پاکولو کار کوی.

د پاکولو خدماتو خپل یو شرکت

بیرته په خپل کور کی اوسیدل، دا یو ښه احساس وه- که څه هم دا کور کوچنی دی. مگر ډیر ژر زمونږ مالی اندیښنی بیرته راغلل. یوه ورځ یو څوک د ,,هیلپ اې. وی. – د ځانه سره د مرسته کولو لپاره مرسته‘‘ د سازمان څخه زمونږ د گاونډیانو کورونو ته له یو کور څخه بل کور ته روان و. هغه زمونږ او د نورو راستنیدونکو څخه پوښتنه وکړه چه آیا څوک د یو شخصی کار د بڼسټ ایښودلو لپاره لیوالتیا لری. نو ما ځان د  پاکولو خدماتو شرکت د جوړولو مفکوری سره معرفی کړه.

اهیلپ اې. وی.ب زه یی په بلگراد کی د مهاجرت، روزنی او دندی لپاره د جرمنی معلومات مرکز (ډی آی ام ای کا) ته راجع کړم. هلته می ټول ضروری سندونه خانه پری کړل. لږ ورځی وروسته  اډی آی ام ای کاب زما شرکت دمخه راجستر کړی و. برسیره پر دی دا ټیم زما سره د پاکولو لومړی ماشینونو او د پاکولو موادو په پیرودلو کی مرسته وکړه.

دغه لینک د یوټوب یو ویدیو خلاصوی. هیله ده چه هلته د شخصی حریم د ساتنی مقرراتو ته پام وکړی.

تاییدونه

په دی توگه ما وکولی شوه چه سمدلاسه کار پیل کړمه. زه د مشتریانو په لټه کی ومه او وړاندیزونه می لیکلی. په پای کی ما د یوی لویی فرنیچر پلورنځی د پاکولو قرارداد ترلاسه کړه. ما یوه بله ښځه په کار وگمارله. له هغه راهیسی مونږ دواړه د ټیم په توگه په گډه کار کوو. مونږ د شرکتونو او شخصی اشخاصو له خوا کارونه ترلاسه کوو.

زه خوښ یمه چه نن ورځ زما خپله رییسه یمه. دا کار ما ته آرامښت او ډاډ راکوی. زه پدی ویاړمه چه د عایداتو مالیه او ټولنیزی لگښتونه تادیه کومه. زه خپل د فراغت وخت په غوره توگه له خپلو لمسیانو سره تیرومه. مونږ د کورنۍ په توگه یووالی ساتو.

As of: 02/2021

زه خوښ یمه چه نن ورځ زه زما خپله رییسه یمه.
«مارینا»