اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

د خیالی دندی سره نوی پیل

Eine Frau steht in einem Atelier mit Kleidern und Nähmaschinen.

د خیالی دندی سره نوی پیل

زما نوم «گلوری» دی. زه د نایجریا څخه راغلی یم او 29 کلنه یم. ما 10 کاله دمخه هڅه وکړه چه اروپا ته هجرت وکړم. خو دا کار ونه شوه. نن ورځ زه بیا په نایجریا کی ژوند کوم. د څه نا څه مرستو سره می خپل د  مود لیبل بنسټ کښیښود. دا زما کیسه ده:

کله چه زه 19 کلن وم، کورنی می په بیړنی شکل پیسو ته اړتیا درلود. قاچاقبرانو زما مور سره ژمنه وکړه چه ما او زما ورور «فرانک» به اروپا ته رسوی. مونږ باید هلته کار کړای وای او په نایجریا کی خپلی کورنۍ ته پیسی لیږلی وای. خو مونږ لیبیا ته برمټه شو. د هغه ځایه څخه وحشتناکه تجربی لرو. له دری کالو وروسته خوشبختانه زه یی خوشی کړم. پولیسو ما د ملگرو ملتونو کمپ ته وسپارل، او د کلیسا ټولنی د مرستی په واسطه می وکولی شو چه نایجریا ته بیرته ستون شم. زما ورور هم په تیښته بریالی شو.

Beratungssituation: Ein Mann und eine Frau im Gespräch am Schreibtischl.

نایجریا ته د بیرته راستنیدو سره سم می فرصتی کارونه تر سره کاوه. دنورو کارونو تر څنگ می قابونه مینځل. یوه انډیواله ماته د کار، مهاجرت او بیا ادغام د پاره د نایجریا او آلمان مرکز (ان جی جی) کیسه وکړه. ما هلته د دندو مشوره ترلاسه کړه. ما په لیوالتیا غوښته چه د مود په برخه کی کار وکړم. یوه دری میاشتنی مسلکی روزنه د خیاطی په صنعت کی ماته دقیقا مناسب کار و. زما ورور هم دغه روزنه تر سره کړه.

بیا ,,ان جی جی‘‘ مونږ ته ماشینونه راکړل. او "ان جی جی" زمونږ سره د خپل شخصی شرکت په راجستر کولو کی مرسته وکړه. د مهاجرت لپاره نړیوال سازمان (آی او ایم) مونږ ته د کار یوه خونه په کرایه کړه. اوس نو د شخصی کار خاوندان یو. مونږ مود طرح کوو او گنډو: فرانک د نارینو د مود په برخه کی تخصص لری او زه د ښځو کالی د اندازی په بڼه او د وړو ماشومانو کالی گنډم.

دغه لینک د یوټوب یو ویدیو خلاصوی. هیله ده چه هلته د شخصی حریم د ساتنی مقرراتو ته پام وکړی.

تاییدونه

دا په ریښتیا یو بدل شوی خوب او خیال دی: زه خپله آمره یمه. دا ماته د زړه ورتیا  او پر ځان د اعتماد احساس راکوی.  په نایجریا کی د ژوند کیفیت شاید د نړی تر ټولو غوره نه وی، خو نایجریا زما وطن دی.
زه دلته کولی شم چه یو کار تر سره کړم. په راتلونکی کی غواړم چه خپل د مود یو شخصی ښوونځی جوړ کړم.
زما موخه دادی چه زیانمن شوی نوی ځوانان د واټونو څخه راټول کړم. که چیری هغوی خپل وطن کی یو لید لوری ولری، نو دا فکر به هیڅکله نه کوی چه خپل هیواد پریږدی. په دی توگه هغوی به د قاچاقبرانو منگولو ته ونه لویږی.

As of: 12/2020

دا یو په ریښتیا بدل شوی خوب او خیال دی: زه خپله آمره یمه.
Glory