اصلي منځپانګه دانګل
محتوی

د خپل کار په پیل کی د مرستی سره شخصی کار کول

Eine Frau steht in einem Friseursalon und blickt in die Kamera.

د خپل کار په پیل کی د مرستی سره شخصی کار کول

زما نوم وحیده دی او زه په کوزوو کی ژوند کوم. زه 39 کلنه یمه، زما میړه او زه 4 ماشومان لرو. د 15 کلونو راهیسی زه د سلما ن په توگه کار کوم، خو د دی کار سره زمونږ د ژوند د لگښتونو برابرول ستونزمنه وه. په 2015 کال کی مونږ جرمنی ته هجرت وکړ. مو نږد لا ښه ژوند هیله کوله.

مگر مونږ نشو کولی په جرمنی کی کار وکړو. وروسته له 3 کالو زمونږ د پناه غوښتنلیک رد شو، مونږ باید بیرته کوزوو ته تللای وای. خوشبختانه، مونږ پدی وخت کی په پریسټینا کی د مهاجرت، روزنی، او دندی لپاره د جرمنی معلوماتو مرکز (ډی آی ام ای کا) څخه خبر شو. مشورتی ټیم زمونږ په څیر راستنیدونکو سره مرسته کوی تر څو بیرته کوزوو ته ورسیږی. نو زمونږ د بیرته ستنیدو وروسته سمدلاسه مونږ د کاری فرصتونو په لټه کی مرکز ته مخه کړه.د سلا مشوری مرکز مونږ ته تشریح کړه چه مونږ کوم امکانات لرو.

د کاری تجهیزاتو لپاره مرسته

ځکه چه ما غوښتل چه شخصی کار وکړم، نو یو وړاندیز زما لپاره په ځانگړی ډول په زړه پوری و: د بیرته ستنیدونکو لپاره د کوزوو جمهوریت د دندی اداری د بیا ادغام مرکز. راتلونکی متشبثین کولی شی له دی لاری مرسته ترلاسه کړی. د مثال په توگه د کار وسایل. دا زما لپاره یوه مهمه اشاره و چه ما بی قید او شرطه غوښتل چه بیا د سلمان په توگه کار وکړم – دا ځل پخپل شخصی هټۍ کی. له همدی امله د ډی آی ام ای کا په ملاتړ سره، ما د کارموندنی اداری سره اړیکه ونیوله او د تجهیزاتو لپاره د پیل مالی مرستی ترلاسه کړه. زه باید یوازی کرایه د خپل شتمنۍ څخه ورکړم.

برسیره پر دی اډی آی ام ای کاب ماته دا ممکنه کړه چه د شخصی دندی بڼسټ ایښودلو کی په یو روزنیز کورس کی برخه واخلم. په دی روزنه کی ما د سوداگرۍ د پرمخ وړلو څرنگوالی په اوږدمهاله توگه زده کړل. د نورو موضوعاتو تر څنگ محاسبه او موجودی هم شامله وه. د جی آی زایډ د سلاکارانو سره یو ځای ما د سوداگرۍ یو پلان هم جوړ کړ. په 2019 کی ما وکولی شو چه په پریسټینا کی زما خپل د سلمانی یو سالون خلاص کړم. د دوکان نوم ,,والی‘‘ دی.

دا ټول یوازی د ډی آی ام ای کا په مرستې سره ممکن و. زه ډیره خوښ یمه چه خپله سلمانی لرمه او کولی شم چه بیا په خپل مسلک کی کار وکړمه. کله چه زما میړه په تاسف سره زمونږ د راستنیدو وروسته دنده ونه موندل، زه دا پیسی زمونږ د کورنۍ لپاره گټم. مگر په 2020 کی د کرونا پانډیمی راغی.

Eine Friseurin bearbeitet die Haare einer Kundin mit einem elektrischen Lockenstab.

د پانډیمی څخه وروسته وخت لپاره پلانونه
کله چه ما پلورنځې پرانیستله، سوداگری خورا ښه چلیده. او اوس خرڅون خرابه ده: په سختۍ سره کوم پیرودونکی سالون ته راځی. زه د دی لپاره کار کومه چه وکولی شم کرایه ورکړمه. د هغی نه بهر هیڅ پیسی نه پاتی کیږی..

سره له دی زه هڅه کومه چه چه د هټۍ تړلو ته مجبوره نه شمه. له پانډیمی نه وروسته زه غواړم چه بیا پیل وکړم. زه غواړم سوداگری پراخه کړمه.زما لورگانی او بالغه شوی دی، د سلمانی سالون د دوی لپاره هم یو مسلکی چانس دی. د شخصی کار د بڼسټ ایښودلو سره په کوزوو کی ژوند زما او زما و کورنۍ لپاره نوی پیل شو.

As of: 01/2021

ما غوښتل چه بی له قید او شرطه بیا د سلمان په توگه کار وکړم. دا ځل په خپل شخصی پلورنځۍ کی.
Vahide